الهي فرمان: او همداسې مو منځنى امت وگرځولئ چې تاسو پر خلکو شاهدان وئ او پېغمبر پر تاسو شاهد وي
د روسيې د اروسيا نړيوال غورځنگ مشر: د امريکا شوم پلانونه د نړۍ د سولې او امنيت لپاره گواښ گرځيدلى.   -   د پاکستان خارجه وزارت : پاکستان په افغانستان کې د سولې له هر ډول بهير څخه ملاتړ کوي.   -   
Download Pashto Font
سر مقاله
فرانسوي ځواکونه دې بيړه له افغانستان نه وايستل شي!
26-01-2012

د فرانسې اپوزيسيون گوندونو په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو په شتون کلکه نيوکه کړې او د دغه هېواد له ولسمشر نيکولا سرکوزي نه يې په ټينگه غوښتي چې په بيړه له افغانستان نه د فرانسوي سرتېرو ايستل پيل کړي، د فرانسې د کمونيست گوند وياند ((پاتريس بسکاد)) ويلي : فرانسه بايد ښکيلاکي پاليسۍ ته د پاى ټکې کيږدي او په افغانانو په تپل شوې او ناکامه جگړه کې د امريکا له غلامۍ او پيروۍ سره وداع وکړي، بسکاد په څرگندو ټکو کې وويل، په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ناټو او ايتلاف هېوادونو د افغان مجاهدينو په وړاندې ماتې خوړلې، او دغه بې موجبه جگړه په فرانسه کې د ولس د اندېښنې او په افغانستان کې د گډوډيو او ناامنيو رامنځته کولو باعث گرځيدلې ده. ځکه نو فرانسوي پوځونه بايد په چټکۍ سره دغه هېواد پريږدي.
د فرانسې د ولسمشرۍ لپاره کانديد ((ژان لوک ميلانشون)) ويلي : په افغان ولس باندې تپل شوې جگړه د امريکا او د امريکايي گټو جگړه ده چې په فرانسې او فرانسوي ځواکونوپورې هيڅ اړه نه لري، ميلانشون په ټينگه له ولسمشر سرکوزي څخه وغوښتل چې د افغانانو له قهر او وژنو څخه نور د فرانسوي عسکرو د بچ کولو او همداراز د فرانسې هېواد د عزت او آبرو د خوندي ساتلو لپاره بايد ډېر ژر فرانسوي پوځونه له افغانستان څخه راوباسي، د فرانسې له حکومت او نيکولا سرکوزي څخه د سياستوالو او ولسي وگړو دا غوښتنې په داسې حال کې په جدي توگه رابرسېره کيږي چې د تېرې جمعې په ورځ يوه غازي افغان عسکر عبدالصبور د امريکايي عسکرو لخوا د افغانانو مړو ته د سپکاوي په غچ کې څلور فرانسوي سرتيري په هلاکت ورسول او ١٧ نور يې مرگوني ژوبل کړل.
له افغانستان نه د فرانسوي او نورو متحدينو لخوا د چټک، د امريکا له پروگرامه پرته او له وخت نه مخکې د خپلو ځواکونو د ايستلو له ويرې امريکا د غونډو جوړولو توطيې په لاره اچولي، غواړي په دې وسيله د خپلو صليبي متحدينو توجه بل لوري ته واړوي!!
په ناټو کې د امريکا استازي ايفوډلر ويلي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د راتلونکې په اړه د مئ په مياشت کې په شيکاگو کې د ناټو سرمشريزه جوړيږي، د ايفوډلر په وينا تر دې سمدستي وروسته به د ترکيې په استانپول ښار کې په دې اړوند د سيمې د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه جوړه شي!!
خو دا غونډې نه امريکا ته کومه گټه رسولې شي  او نه د امريکا په متحدينو اغېز ښندلى شي، د امريکا متحدين په دې پوهيدلي چې د دوى ځواکونه د امريکايي اهدافو او په افغانستان کې د افغان مجاهدينو په وړاندې د يوې ماتې خوړلې جگړې قرباني کيږي او بايد له افغانستان نه وايستل شي!
د فرانسې حکومت دا ځواک نه لري چې د فرانسوي ولس او د اپوزيسيون د سياستوالو د غوښتنو په خلاف په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پرېکړه وکړي. د فرانسوي ځواکونو د ايستلو پرېکړه به هغه اعلان وي چې تر مخه به يې د ناټو او ايتلاف نور متحدين وار په وار د خپلو ځواکونو په ايستلو پېل وکړي او دا به په هر ډگر کې د امريکا د يوې بلې شرميدلې ماتې بېلگه وي!!

نور...
نورې سرمقالې
 
 
د پاکستان خارجه وزارت : پاکستان په افغانستان کې د سولې له هر ډول بهير څخه ملاتړ کوي.
26-01-2012

اسلام آباد (خبري رسنۍ) د پاکستان خارجه وزارت وايي، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړيکو پراختيا او د سولې د بهير د پرمختګ په اړه د خبرو اترو لپاره به ډېر ژر د بهرنيو چارو وزيره کابل ته سفر وکړي. دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سلمان بشير په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې. هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې له هر ډول بهير څخه ملاتړ کوي. بشير زياته کړه، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړيکو پراختيا او د سولې دبهير د پرمختګ په موخه به ډېر ژر د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر کابل ته سفر وکړي، خو د سفر کره نېټه يې په ډاګه نه کړه. سلمان بشير له امريکا سره د پاکستان د اړيکو په اړه وويل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د خرابو شويو اړيکو بېرته سمول وخت ته اړتيا لري. نوموړي په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو په اړه وويل، چې په دې اړه پرېکړه پارلماني کمېسيون کوي. د يادونې ده، چې د روان لمريز کال د ليندۍ په پنځمه په مومندو ايجنسۍ کې پر پاکستانيو پوستو د ناټو له هوايي بريده وروسته، چې په ترڅ کې يې ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل شول، پاکستان له خپلې خاورې ناټو ته هر ډول اکمالات بند کړي دي. ټاکل شوې وه، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى سيمې ته د سفر پر مهال اسلام اباد ته هم ولاړ شي، خو پاکستان ورته د ورتلو اجازه ورنه کړه. پاکستان وايي، تر څو پورې چې د پارلمان ځانګړى کمېسيون له امريکا سره د دغه هېواد د اړيکو په اړه پرېکړه ونه کړي، نو يو امريکايى چارواکى هم اسلام اباد ته سفر نه شي کولاى. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د امريکا پر بې پيلوټه هوايي بريدونو هم سخته نيوکه وکړه او ويې ويل، چې دا د نړيوال قانون خلاف عمل دى.

نور...
خبرونه
 
د پاکستان خارجه وزارت : پاکستان په افغانستان کې د سولې له هر ډول بهير څخه ملاتړ کوي.
26-01-2012
 
د روسيې د اروسيا نړيوال غورځنگ مشر: د امريکا شوم پلانونه د نړۍ د سولې او امنيت لپاره گواښ گرځيدلى.
26-01-2012
 
شرايط امريکا با شرايط دوران فروپاشى شوروى مشابهت دارد.
26-01-2012
 
اظهارات اردوغان مداخله علنى در امور داخلى عراق است – نورى المالکى نخست وزير عراق.
26-01-2012
 
تجاران افغانى در کابل دست به تظاهرات زدند.
26-01-2012
 
عسکر قاتل چند تن مسلمانان عراقى تبريه شد.
26-01-2012
نور خبرونه
 
ليکنې
 
د اسلام د دښمنانو جنايتونه د پټيدو نه دي
27-01-2012
 
ژوندۍ کيسه: دبهرنيانو سره په پوځ کې افغاني ښځې
27-01-2012
 
فايئبر : Fiber
27-01-2012
 
سخنان بى مسؤليت و دروغ هاى شاخدار
27-01-2012
 
پلان سياسى و نظامى
26-01-2012
نورې ليکنې

اووم کال ٢٩٥گڼه، مسلسله گڼه (٢٧٠٧) پنجشنبه،١٣٩٠هـ.ش، سلواغه (دلو) (٠٦)، ١٤٣٣ هـ.ق ربيع الاول (٠٣) ٢٠١٢ م جنوري (٢٦)

   د پاڼو لسټ
 
  سرپاڼه
  سر مقاله
  ليکنې
  صفحه جوانان
  شعر و ادب
  د ماشومانو پاڼه
  کتابونه
  مجلې
  ملګرې ويبپاڼې
  اړيکې
  آرشیو
 
 
 
 
 
 
 
 
Copyright 2010, All Rights Reserved by Daily Shahadat.