تفصیل | شهادت 

14th October, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د سولې او په تور لست کي د حزب اسلامي د دوو غړو شاملولو په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

شهادت

2016-03-12

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له وروستي اعلان او د بین المللی تروریستانو په فهرست کې د حزب اسلامي د دوو غړو شاملول او د هر یوه د وژلو او نیولو پر سر څو ملیونه ډالر جائزه ټاکل؛ هغه هم په داسې وخت کې چې جمهور رئیس اشرف غني؛ حزب اسلامي ته په مذاکراتو کې د شاملېدو بلنه ورکړې؛ ښيي چې امریکايي چارواکي لا د جنګ له نيلي نه دي کوز شوي، د افغانستان له اشغال لاس اخيستلو ته تيار نه دي، خپلې ګټې د جنګ په دوام او د لا زیاتو وينو په تویولو او د لا زیاتو افغانانو په وژلو کي لټوي. دوی داسې اعلان یو ځل وړاندي او هغه مهال هم کړی وو چي د حزب اسلامي يو هيئت د کابل له چارواکو سره په خبرو بوخت وو. موږ سره له دې چي ګورو امريکايي جنګ غوښتونکي د سولي له بهیر سره مخالفت کوي او سره له دې چي پوهېږو د کابل حکومت ډېر چارواکي د سولي بهير ته د داسي ګواښ په سترګه ګوري چي د دوی اقتدار او هغه امتیازات له خطر سره مخامخ کوي چي د اشغالګرانو له لروي ئې ترلاسه کړي؛ خو سره له دې په دغو مذاکراتو کي د شرکت لپاره چمتو یو، یوازي په دې موخه چي خپل ملت ته څرګنده کړو حزب اسلامي صلح غواړي او امریکا او په امریکا پوري تړلې کړۍ د جنګ دوام خوښوي.

حزب اسلامي افغانستان

حوت - ۱۳۹۴



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th October, 2019