تفصیل | شهادت 

14th October, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي د وروستۍ اعلاميې په تړاو

هارون زاخېلوال

2016-03-15

د حزب وروستۍ اعلاميه چې د " د سولې او په تور لست کې د حزب اسلامي د دوه غړو د شاملو په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلاميې" تر عنوان لاندې د حزب د رسمي ويب پاڼې شهادت لخوا خپره شوې ځينو ويب پاڼو د رسنيزو ادابو په حفظ سره کټ مټ خپره کړې خير دې ويسي , اما ځينو ويب پاڼو او رسنيو بيا د اعلاميې پر ځاې راپور خپور چې له ځانه ې پکې زياتې او کمې کړې , همدا راز ځينو فيسبوکيانو د معلوماتو د کموالې او ځينو د خپل تعصب له وجې پرې د خيټې ناسمې تبصرې شروع کړې دي...

زما معلوماتو او فهم له مخې د اعلاميې اړونده مهمې نقطې په لاندې ډول دي.

۱. حزب اسلامي د دولت د مذاکراتو دعوت منلې دغه دعوت حزب ته نه امريکا ورکړې ,نه چين , نه پاکستان ,نه حزب کله د افغان حکومت پرته د بل چا په دعوت حکومت سره خبرو ته حاضر شوې او نه ې چا غړي کېنولې دي بلکې دا دعوت د ولسمشر غني لخوا حزب اسلامي ته هم د رسنيو او هم د خپل خاص استازې او سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال پواسطه ورکړل شوې , چې د حزب د اجراييه شورا د بحث او څيړلو وروسته پرې مشر پريکړه کړې او يو دوه کسيز هييت ې ټاکلى چې يو پکې انجنیر امین کریم او بل پکې حاجی عتیق الله شامل دی ، چې ممکن اوس به په کابل کې موجود وي.

دغه هییت به مستقیماً د افغان دولت سره خبرې کوي ، د بهرنیو ځواکونو د وتلو ، د جنګ د پای او په هېواد کې د سولې د تأمین په اړه به د حزب طرحه دولت سره شریکوي، همدا راز دا هییت به همدی لړ کې د دولت دریځ او موقف هم اوري ..

۲- په اعلاميه کې يوه مهمه نقطه چې اکثرو رسنيو او ويب پاڼو قصداً پريښي د حزب د دوه غړو ( انجنير عبدالصبور او عبدالله نوبهار ) په تور لست کې د اچولو په اړه ده چې حزب پرې خپل كلك غبرګون ښودلې .

دغه کار ې د امريکا د جنګ د اوږدولو او د سولې په اړه د ناسم نيت ښکارندوې بللې دی.

حزب وایی چه له یوې خوا افغان دولت د مذاکراتو پیشکش کوي او د بلې خوا امریکا د حزب غړي په تور لست کې اچوي چه دغه کار د امریکا د جنګي ذهینت عکاسی او د سولی د مذاکراتو سره دښمني ښکاره کوي.

اما د دې هر څه سره زه د خپلو معلوماتو پر بنسټ دا ویلې شم چې حزب بیا هم مذاکراتو کې د ګډون پریکړه ځکه وکړه چې حزب په افغانستان کې سولې ته او د جنګ پای ته ژمن دی . حزب هر هغو مذکراتو ته لبیک ویلی چې د سولې څرک پکې بریښي تر څو راتلونکې کې حزب د دې مسوولیت څخه خلاص وي چې د مذکراتو دعوت ې رد کړې وو.

ياده دې وي چې پر انجنير عبدالصبور او عبدالله نوبهارڅو مياشتې مخکې امريکا په ترتيب سره درې او دوه ميليونه ډالر جايزه ایښي چې څو ورځې مخکې ې د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په یوه خپره شوې پاڼه کې بیا اعلان وشو چې خبر ې ګڼ شمير داخلې او خارجی رسنيو خپور کړې دی.

۳- ځینو رسنیو یاده اعلامیه په څلور اړخیزو مذکراتو کې د ګډون پورې محدوده کړې چه ناسمه ده ځکه چې په اعلامیه کې د څلور اړخیزې مذاکراتو بیخې ذکر نشته.

اما د دې مانا دا نه ده چې حزب څلور اړخیز مذاکرات رد کړې دي بلکې اصلی خبره دا ده چې حزب پدې اعلامیې سره د ولسمشر غني د مستقیمو مذاکراتو بلنه منلې او د مذکراتو شروع کول ې منلې دي.

تر کومه حده چې د څلور اړخیزه مذاکراتو خبره ده نو د افغان دولت لخوا حزب ته بلنه ورکړل شوې خو تر دې دمه لا د مذاکراتو د پیل کیدو د نیټې او ماهیت په اړه څه معلومات نشته ځکه چې په څلور اړخیزه مذاکراتو کې د مقاومت له ادرسه یوازې حزب شامل نه دی بلکې طالبان هم پکې شامل دي خو دا چې د ملا اختر محمد منصور تر مشرۍ لاندې طالبانو په یادو مذکراتو کې د ګډون بلنه رد کړه نو دا موضوع یو څه ټکنۍ شوې ...

اما زما شخصی تحلیل دا دی چه څلور اړخیزه مذاکرات پیل کیږي او طالبان به هم پکې ګډون کوي ځکه چې د طالبانو د اعلامیې وروسته حکمت کرزی وویل چه دا اعلامیه تاکتیکی ده او طالبان په مذاکراتو کې ګډون کوي چې د دې خبرې رسمی رد لا تر دمې دمه نه دی خپور شوې او همداسې نورې یو څو خبرې چه اوس به ې ویل د خپل وخت څخه مخکې وي ...

همدا راز سره لدې چې د ملا محمد رسول تر مشرۍ لاندې طالبانو د جنوب غرب حوزی نظامی مشر راز محمد ننګیالی په یو صوتي پیغام کې چې د رسنیو له لیارې خپور شوې د سولې د مذاکراتو په اړه ویلې چه لا تر دې دمه ې مشرانو کومه پریکړه نه ده کړې خو داسې ویل کیږي چه یادې ډله هم د مذاکراتو بلنه منلی خو ماهیت ې پوره ډول نه دی څرګند ځکه چې د یادې ډلې د مرستیال او ویاند عبدالمنان نیازی له خولې پدې ورځو کې رسنۍ یوازې په شینډنډ د طالبانو خپلمنځي جګړې په اړه خبرې نشروي د سولې د مذاکراتو په هکله ترې کومه نوې خبره نه ده اوریدل شوی . خو زه بیا خپله پورته خبره تکراروم چې څلور اړخیزه مذاکرات پیل کیږي چې د طالبانو په شمول به پکې حزب هم ګډون وکړي چې ممکن د حزب استازیتوب قاضی محمد حکیم حکیم او ډاکټر غیرت بهیر وکړی ...

۴ -او وروستۍ مهمې خبرې پدې اړوند دا دي چه نه د مذاکراتو د پیل کولو مانا دا ده چې حزب د خپل اصولې دریځ څخه چې د بهرنیو ځواکونو وتل پکې اساسی شرط دی د یو انچ په اندازه لرې شوې لکه څنګه چې مشر (حکمتیار صیب ) د اعلامیی وروسته په خپل تازه ترین پیغام کې ویلې چې "د امريکائي ځواکونو په ضد او شتون کي به هيڅکله خپل جهاد او مبارزه نه پريږدم او نه د کابل لاسپوڅي حکومت کي برخه اخلم خو پر واقعي سوله او بين الافغاني مذاکراتو ټينگار کوم"..

- نه د مذاکراتو د کامیابۍ او ناکامۍ په اړه کومه وړاندوینه کیدلې شي .

ـ نه د مذاکراتو د پیل کولو مانا دا ده چې حزب په حکومت کې ونډه اخلي ، نه په حکومت کې شاملیدل مطرح دي ځکه چې ایجنډا د جنګ پای او سوله ده.

- نه دا خبره صحیح ده چې مشر (حکمتیارصیب ) کابل ته روان دی یا راځي بلکې د هغې ورځ چې مشر د ایران څخه راوتلې او د ناټو پر ضد ې جهاد اعلان کړې بیا هیڅ بهرني هیواد ته نه دی تللې . په خپل هیواد کې دی او راتلو یا ورتلو خبره ې نشته بلکې خبره د راڅرګندیدو ده چې د اشغالګرو په وتلو سره به خپله راڅرګند شي .

انشاءالله



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th October, 2019