الهي فرمان: او همداسې مو منځنى امت وگرځولئ چې تاسو پر خلکو شاهدان وئ او پېغمبر پر تاسو شاهد وي
کنفرانس سران افغانستان، پاکستان و ايران امروز در اسلام آباد برگزار ميشود.   -   بلوچستان او سند کې ١٣ تنه په ډزو ووژل شول .   -   چهار تن رباينده گان در کنر دستگير شدند.   -   انتخابات رياست جمهورى فرانسه در اپريل برګزار ميشود.   -   امريکا ٥ ، لواى نظامى را به افغانستان اعزام ميکند.   -   در سور مسوده يک قانون جديد به نشر سپرده ميشود.   -   
Download Pashto Font
سر مقاله
اتفاق د هرې ستونزې حل دى!
22-02-2012

د سيمې نا امنۍ، بې ثباتۍ او په افغان مسلمان ولس باندې د امريکا په مشرۍ د ناټو اشغالگرو ځواکونو لخوا، تپل شوې، رسوا او ناکامې جگړې يوه داسې بڼه غوره کړى ده،  داسې ښکاري چې اوس يې د سيمې د نورو هيوادونو په گډون دواړه خوا وې- ددې نامراده جگړې له سرو لمبونه د وتلو هڅه کوي، د افغان مومن ولس د مقاومت جهادي ليکو، د خپل ايماني قوت او افغاني غيرت په ښودلو سره، د تيرو لسو کالو په اوږده غميزه کې د امريکا او ناټو صليبي يرغلگرو ځواکونو ته د سر په کوپړۍ کې اوبه ورکړې، پرې يې نه ښودل په دې مجاهد پالونکي او اسلامپال هيواد کې د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو په لاره کې د ذرې هومره لاسته راوړنه ولري!!
افغان ميړنيو او تورياليو مجاهدينو د پخواني شوروي اتحاد کمونيستي امپراتورۍ په څېر، د ښکيلاکگرې امريکا امپرياليستي امپراتورۍ ته هم وښودله – چې د افغانانو خاوره د اشغال او لاندې کولو خاوره نه ده ، بلکې دا د ميړانې، مقاومت او هر تاړاکگر ځواک ته د ماتې ورکولو فاتح او بريمن سنگر دى، ددې سنگر د لاندې کولو او ددې سنگر د غيرتي او تورزنو ساتونکو د غافله کولو په ارمان په تيرو دوه پيړيو کې دوه ښکيلاکي امپراتورۍ (بريتانيا او د روس کمونيستى) امپراتورۍ ړنگې شوي او ددې نوې پيړۍ په دې دوهمه لسيزه کې به که خداى جل جلاله کول د امريکا امپرياليستي امپراتوري هم ړنگه او له ښکيلاکي خيټې به يې نوي هيوادونه وزيږي.
په دې کې هيڅ شک نشته چې د جگړې او اقتصاد په ډگر کې د افغان مقاومت جهادي ځوانانو امريکا ته ملا ماتوونکي گوزارونه ورکړي او دا لړۍ لا هم روانه ده – خو دښمن لاهم لاس او پښې وهي، هڅه کوي په خپلې ماتې پرده واچوي او د تير لس کلن جهادي مقاومت ثمره د افغان مسلمان ولس لمن ته وانه چول شي، دې مقصد ته د رسيدو لپاره امريکايان غواړي د مذاکراتو يوه داسې پروسه په لاره اچولې چې ترمخې يې هم د مقاومت جهادي ليکو او هم د افغان مسلمان ولس ترمنځ د بې اتفاقۍ او بيلتون واټن رامنځ ته شي يوې ډلې ته په زيات او بلې ته په کم ارزښت قايل شي، د مقاومت جهادي ډلې چې د بشپړ بري پړاوونه وهي بايد د دښمن ددغه چال او فريب په لومه کې ونه نښلي.
اتفاق د ټولو ستونزو حل دى، دا د مقاومت د ټولو جهادي ليکو مسووليت دى، چې په دې حساسو شېبو کې يو تربله د اتفاق لمن له گوتو ونه باسي، په دې برخه کې په اسلام آباد کې د افغان محصلينو په نوښت هغه يوه ورځنۍ غونډه چې د تيرې يکشنبې په ورځ جوړه شوې وه د قدر او ستاينې وړ ده، غونډه له افغان غميزې څخه د وتلو د لارو چارو په اړه جوړه شوې وه چې د حزب اسلامي افغانستان په يو شمير چارواکو اداري سياسي او فرهنگي مسوولينو سربيره په کې يو شمير پاکستاني خواخوږو انصارو مشرانو لکه جنرال حميدگل مولانا شيراني ډاکتر شيرين مزارى اونورو هم گډون کړى و، په غونډه کې په دې خبره زور ورکړ شو چې له امريکا سره مذاکرات بايد د ټولو افغان جهادي ډلو په اتفاق او يوه خوله ترسره شي، هيڅ ډله دې په ځانگړې توگه د امريکا په مذاکراتو کولو نه تيروځي، ځکه دا د دښمن يوه زهرجنه توطيه ده، د مقاومت جهادي ډلې د دښمن په مقابل کې واحد قوت او ځواک دى چې په خپلمنځي اختلاف باور نلري ، کومه طرحه چې له امريکايانو سره د خبرو لپاره وړاندې کيږي بايد د ټولو په اتفاق او لکه د مقاومت په شان واحده طرحه وي اوس وخت را رسيدلي چې ټول فروعي اختلافات شاته واچول شي، په يوه خوله او يو اتفاق د افغان مجاهدينو د يوې واحدې طرحې په منلو – دښمن اړ کړى شي.

نور...
نورې سرمقالې
 
 
ليکنې
 
په اسلام آباد کې د افغان محصلينو د سيمينار پريکړه ليک
22-02-2012
 
موقف رئيس تعليم وتربيه حزب اسلامى افغانستان در قبال گرد همايى چند جانبه اى اسلام آباد
22-02-2012
 
پوټين امريکا چيلنج کړه
22-02-2012
 
د ځيني ديني اختلافي مسائلو چيړل د مسلمانانو د مزيد تفرق او لري والي لامل گرځي: پدې هکله د اخلاص څو مشورې
21-02-2012
 
متن سخنرانى محترم قاضى محمودالحسن (جاهد) رئيس تعليم و تربيه حزب اسلامى افغانستان خطاب به شاگردان متوسطه حضرت قيس بن سعد (رض) به مناسبت روز خروج روسها از افغانستان
18-02-2012
 
ساينس د مسلمانانو پرونۍ هستي او نــنـنۍ ورکه
18-02-2012
 
اگر زنده ایم همیشه باحق و در جستجوی حقیقت باشیم!
18-02-2012
 
پاکستان د ځينو افغانانو د ويستلو پريکړه وکړه
18-02-2012
 
د دويم ځل لپاره د انسان راژوندي کول الله جل جلاله ته اسان دي
17-02-2012
 
دوالنټین ډې(دعاشقانو ورځ) په اسلام او عیسایت کي
17-02-2012
 
پاکستان ته د کرزي وارخطا سفر
17-02-2012
 
روند سياسى پاکستان.
16-02-2012
 
د مصر او امریکا مخامخیدل.
16-02-2012
 
بالاى مسلمانها چه ميگذرد؟!
16-02-2012
 
پايه هاى يک دولت چگونه مستحکم ميگردد
15-02-2012
 
  راتلونکې پاڼه
 

اووم کال ٣١٩ گڼه، مسلسله گڼه (٢٧٣٢) چهارشنبه،١٣٩٠هـ.ش، کب (حوت) (٠٣ )، ١٤٣٣ هـ.ق ربيع الاول (٣٠) ٢٠١٢ م فروري (٢٢)

   د پاڼو لسټ
 
  سرپاڼه
  سر مقاله
  ليکنې
  صفحه جوانان
  شعر و ادب
  د ماشومانو پاڼه
  کتابونه
  مجلې
  ملګرې ويبپاڼې
  اړيکې
  آرشیو
 
 
 
 
 
 
 
 
Copyright 2010, All Rights Reserved by Daily Shahadat.